د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې د دغه ګوند د منشور تعديل نامه د تصويبولو پريکړه ليک منظوره شوه. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په دغه منشور کې تازه شامل شوی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۲۶مه نېټه وويل، چې دا به د چين او بېلا بېلو خواوو ترمنځ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پلې کولو، د نوو نړيوالو اړيکو د جوړولو او د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره قوي خوځنده ځواک وګرځي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، عمومي منشي شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې پر دې ټينګار کړی چې بايد د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ پر بنسټ د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په اصولو سره د نوښت او ورخلاصون د پياوړتيا له لارې د ځمکني او سمندري تبادلې او لويديځې او ختيځې تګ راتګ په اړه نوی جوړښت جوړ شي. په ياده پريکړه ليک کې تائيد شوي چې په دغه منشور کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له شاملېدو څخه څرګندېږي چې چين د دغه ګوند تر مشرۍ لاندې د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په دې چوکاټ کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا په اړه ټينګه اراده لري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |