CRI Online

چنګدو به په تدريجي ډول اروپا ته د يو کمربنداو يوې لارې کړکۍ پرانيزي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-26 18:03:32
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه د چين او اروپايي ټولنې تر منځ د پانګونې، سوداګرۍ او علم او تخنيک د سمېنار په پرانستونکو مراسمو کې د اروپا د سوداګرۍ او نوښت مرکزي ټولنې په شمول ۱۷ اروپايي موسسو د چنګدو د عصري تخنيک او نوښت له سيمې سره تړونونه لاسليک کړل او ورپسې به ياد ارګانونه د چنګدو په دغې سيمې کې ( چين-اروپا په مرکز ) کې ځای پر ځای شي.

د سږ کال په مې مياشت کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ورخلاصون او د چين د لويديځې سيمې او اروپا تر منځ د همکارۍ کړکۍ د جوړولو لپاره د چين-اروپا مرکز پرانيستل شو چې پکې د چين او اروپا د ټيکنالوژۍ سوداګريز مرکز، د اروپاد کوچنيو او منځنيو تصديو د نوښت مرکز او د اروپايي تصديو مقر په شمول ۶ برخې شته، اوس په دې سيمې کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د اړوندو هيوادونو او سيمو رسمي موسسې او د اقتصادي پرمختيا موسسې ځای پر ځای شوي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای