د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې هيله څرګنده کړه چې اړوندې خواوې سړه سينه وساتي او د عراق د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د ډيالوګ له لارې داسې لايحه طرحه کړي چې د بېلا بېلو خواوو پاملرنې او ګټې پکې ساتل شوې وي.
د خبر له مخې، د عراق د کردانو خپلواکې سيمې کې د خپلواکي په اړه د ټولپوښتنې له پای ته رسېدو نه وروسته د عراق په ځينو ځايونو کې اوضاع ترينګلې شوې ده او کله کله شخړې رامنځته کېږي. د اکتوبر په ۲۵مه نېټه دغې سيمې د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې دوی غواړي د ټولپوښتنې پايله وځنډوي او د اساسي قانون له مخې د عراق له مرکزي حکومت سره خبرې اترې وکړي. هغوی هم د عراق له حکومتي پوځ او د کردانو له وسله والو څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه اور بند کړي. وياند ګنګ شوانګ په دې اړه وويل،(( چين اړوندو خبرونو ته پام کړی او موږ د عراق د حاکميت، خپلواکۍ او د خاورې د بشپړتيا درناوی کوو. هيله لرو چې اړوندې خواوې خپله سړه سينه وساتي او ژر تر ژره د عراق د اساسي قانون په چوکاټ کې د ډيالوګ له لارې توپيرونه ليرې کړي او داسې لايحه طرحه کړي چې د بېلا بېلو خواوو پاملرنې او ګټې پکې ساتل شوې وي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |