CRI Online

افغان مشرانو ښاغلي شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-27 09:26:45

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان څو مشرانو د چين کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه د ټاکل کېدو له امله ښاغلي شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

د افغانستان د ملي ائتلاف مشر او د حکومت لومړی اجرائيوي مشر ډاکتر عبدلله عبدلله په خپل پيغام کې څرګنده کړه: راتلونکي ته په کتلو سره زه هيله لرم چې ښاغلی شي جين پينګ د چين او سيمې حتی ټولې نړۍ سره د ديپلوماتيکو تګلارو محتوياتو د غني کولو، په تېره بيا د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ، د نړيوال امنيت د پياوړتيا او د سيمه ييزې سمسورتيا د پرمخبيولو په برخو کې پر له پسې نوي برياليتوبونه تر لاسه کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي خپله هيله وښودله چې د چين کمونېست ګوند د ښاغلي شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې په پر له پسې ډول پرمختګ وکړي او د چين خلک نيکمرغه ژوند ولري.

د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند مشر او د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه د بيا ټاکل کېدو له امله ښاغلي شي جين پينګ ته مبارکي وويله او و يې غوښتل چې چين د ښاغلي شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې د پرمختګ لا سترې لاسته راوړنې ولري او سمسورتيا او پياوړتيا ومومي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای