CRI Online

شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ټليفونې خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-10-27 10:13:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په بلنه ورسره ټليفونې خبرې وکړې. پوتين د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د پای ته رسيدو او د دغه ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه د شي جين پينګ د بيا ټاکل کيدو په مناسبت هغه ته مبارکی څرګنده کړه او ور ته يې وايي چې په دغه کانګرس کې په نوې زمانه کې د چين د ځانګړي سوسياليزم په هکله ټاکل شوي د شي جين پينګ افکار ډېر مهم دي. د دغه کانګرس له برياليتوب څخه څرګنديږي چې چينايان ستاسو په مشرۍ د چين له کمونېست ګوند څخه ملاتړ کوي. د روسيې او چين اړيکې د لويو هېوادونو تر منځ په سوله کې د ښو اړيکو د ساتلو نمونه ده. زه هيله لرم چې له رئيس شي جين پينګ سره ټينګې اړيکې وساتم او په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړم.

رئيس شي جين پينګ د پوتين له مبارکۍ نه مننه څرګنده کړه او ويې ويل چې د چين د کمونېست ګوند په نولسم کانګرس کې د دغه ګوند او د هېواد د پرمختګ عمومي تګلارې او د لارښوونې عملي سند طرح کړ چې دا د کمونېست ګوند د ۸۹مليونو غړيو ګډې پيژندنې څرګندويي کوي او ځانګړی اهميت لري. رئيس شي جين پينګ وويل د چين پرمختګ له نړۍ څخه نه جلا کيږي. روسيه د چين هراړخيز ستراتيژيک همکاريز هېواد دی او چين غواړي له روسي سره ټينګې اړيکې وساتي او د دواړو هېوادونو او نړۍ خلکو ته ګټې ورسوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای