CRI Online

د چين د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي وياند، چين به په پوځي چارو کې د نړيوالې همکارۍ نوې صحنه جوړه کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-27 16:59:54

د چين د ملي دفاع وزارت نوبتي مطبوعاتي غونډه د اکتوبر په ۲۶مه نېته په بيجينګ کې تر سره شوه او د چين د دفاع وزارت مطبوعاتي وياند ژن ګو چيانګ د چين او امريکا، د چين او روسيې تر منځ د پوځي اړيکو په شمول د مسئلو په هکله چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. وياند ژن ګو چيانګ وويل چين به په فعاله توګه په پوځي چارو کې د نړيوالې همکارې نوې صحنه جوړه کړي او په نوې زمانه کې د دغې همکارۍ هڅونه به وکړي.

د چين د دولتي شورا غړي او د ملي دفاع وزير ډګر جنرال چانګ وان چيوان په مشرۍ پلاوي د چين او د جنوب ختيځي اسيا هېوادونو د ټولنې د هېوادونو تر منځ د ملي دفاع وزيرانو په کچه په غير رسمي کتنه کې او د ملي دفاع وزير په کچه د دغې ټولنې د پرخوالي په غونډه کې ګډون وکړ. وياند ژن ګو چيانګ وويل وزير چانګ وان چيوان په غونډه کې د ګډون په وخت کې د چين د ګاونډيو هېوادونو په هکله د چين د دپلوماتيکو تګلارو او د سيمه ايز امنيت د ساتلو په برخه کې د نړيوالې همکارۍ په هکله نظريې څرګندې کړې. هغه وويل چين او دغه ټولنه به په مساعد وخت کې ګډ پوځي تمرين تر سره کړي. (اواز)

د چين پوځ به د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د پراتو هېوادونو په شمول د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له پوځونو سره دوستانه تګ راتګ او واقعي همکارۍ وکړي، ورسره به تفاهم او باور ټينګ کړي او د سيمې څو اړخيز امنيت په هکله د همکاريز ميکانيزم هڅونه وکړي. چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې له بېلا بېلو خواوو سره ابتدائي ګډې پيژندنې تر لاسه کړې دي او په روان کال کې به د تخنيکونو په هکله سلامشورې وکړي او د سلامشورو د نتيجو له مخې په مساعد وخت کې به ګډ پوځي تمرين هم پر ځای کړی.

وزير چانګ وان چيوان د روسيې د ملي دفاع له وزير سيرګي سويګو سره خبرې اترې وکړې. د روسيې په اند د دغه هېواد او چين د پوځونو تر منځ دوه اړخيزې اړيکې به نوې سويې ته ورسيږي. د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ د اړيکو په هکله وياند ژن ګو چيانګ وويل چين او روسيه به د دواړو پوځونو د اړيکو د ټينګښت لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (اواز)

د روان کال له پيل راهيسي د چين او روسيې د پوځي اړيکې په پر له پسي ډول ټينګې شوې دي. د دواړو پوځونو تر منځ ستراتيژيکې سلامشورې، د توغنديو مسئلو په هکله د دريو ځلو ګډې غونډې، د دوو پړاونو سمندري پوځي تمرينونه تر سره شوي دي او چين د روسيې په نړيوالې پوځي سيالۍ کې هم ګډون وکړ او په لومړی ځل يې په چين کې د ځينو برخو سيالي تر سره کړه. په روان کال کې به دواړه پوځونه د توغنديو ضد د کمپيوټرونو په وسيله د ګډ تمرين په شمول فعاليتونه تر سره کړي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د نومبر په مياشت کې چين ته سفر وکړي. وياند ژن ګو چيانګ وويل له يوې مودې راهيسي د دواړو هېوادونو د مشرانو تر پاملرنې لاندې د چين او امريکا د پوځونو د جګ پوړي تګ راتګ، د ميکانيزم په توګه د خبرو اترو او په پوځي چارو کې يو د بل د باور ټينګتيا د ميکانيزم د ابادۍ او د ګډو تمرينونو او روزنو په برخو کې يو لړ فعال پرمختګونه موندل شوي دي. دواړه هېوادونه به په روان کال کې په لا زياتو ساحو کې د مختلفو کچو تګ راتګ وکړي. وياند ژن ګو چيانګ وويل(اواز)

موږ او امريکا به يو د بل درناوي وکړو، يو پر بل به باور ټينګ کړو، واقعي تګ راتګ او همکاريو ته به پاملرنه وکړو، په مساعد ډول توپيرونه به کنټرول کړو او په پر له پسې توګه به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پرمختګ ته سم او خوځنده قوت ورکړو.

وياند ژن ګو چيانګ وويل چې چين به په فعاله توګه په پوځي چارو کې د نړيوالې همکارۍ نوې صحنه جوړه کړي، د نوي ډول د نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک به هڅونه وکړي او په نوې زمانه کې به نړيواله پوځي همکارۍ پرمخبوزي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای