CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين له نشه يي توکيو سره نړيوالې مقابلې ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي د امريکا په شمول له مختلفو هېوادونو سره مثبتې همکارۍ وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-27 17:48:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه وويل، د چين حکومت له نشه يي توکيو سره نړيوالې مقابلې ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي د امريکا په شمول له مختلفو هېوادونو سره يو ځای مثبتې همکارۍ وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې وويل چې هغه به د چين د دولت له رئيس شي جين پينګ سره په راتلونکو خبرو اترو کې تر ټولو لومړی د فينټانيل پر مسئلې بحث وکړي. امريکا به د چين په شمول له ځينو هېوادونو سره د دغې مسئلې د حلولو لپاره همکارۍ وکړي. د امريکا له قول، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او د عدليې چارو وزارت به په راتلونکې اوونۍ کې د نشه يي توکيو پرضد د مبارزې په اړه د کاري غونډې د تر سره کولو لپاره چين ته يو ګروپ ولېږي، تر څو د ناقانونه درملو پرضد د مبارزې لپاره له چين سره لا پراخې همکارۍ وکړي.

وياند ګنګ شوانګ په دې اړه وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د قانون د اجرا کېدو او د انټرنيټ د امنيت د ساتلو د خبرو اترو په لومړي پړاو کې چې د اکتوبر په پيل کې تر سره شو، د نشه يي توکيو پرضد د مبارزې په برخه کې مهمې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. څو ورځې مخکې دواړو خواوو په ګډه د نشه يي توکيو په اړه د يو لړ نړيوالو قضيو څارنې کړې دي. د نشه يي توکيو پر ضد د مبارزې په اړه د دواړو هېوادونو ترمنخ غونډه به د اکتوبر تر پايه پورې په بېجينګ کې تر سره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای