CRI Online

شي جين پينک د تبت مالدارانو ته ځوابي پېغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-29 17:07:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د تبت د لونګ ځه ولسوالۍ د يو مای کلي خويندو ډولکار او يانګزوم ته ځوابي پېغام وليږه. شي جين پينګ په دې پېغام کې د سرحدي سيمې د ساتلو له امله د نوموړو دواړو او د دوی د پلار ستاينه کړې، د سرحدي سيمو له ساتونکو وګړو څخه يې مننه کړې او بزګرانو او مالدرانو ته يې هڅولي چې په سرحدي سيمو کې د دولتي ځمکو د ساتلو او د وطن د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.

شي جين پينګ په پېغام کې دا هيله څرګنده کړې چې د دوی د روحيې په رڼا کې نور زيات مالداران د (( ګلسان )) ګل په شان په سرحدي سيمو کې پاتې شي او د دولتي ځمکو د ساتلو او د نيکمرغه کورونو د ابادۍ دندې پر غاړه واخلي.

شي جين پينګ په دې پېغام کې ليکلي چې د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس په وروستيو کې پای ته ورسيد، ګوند به د نيکمرغه ژوند د موندلو په لاره کې د بېلا بېلو قومونو خلکو لارښوونه وګړي. د تولو د ګډو کوښښونو له لارې به يو مای کلی يو شتمن او ښکلی کلی وګرځي او د کليوالو ژوند به لا ښه شي.

ياد کلی د چين په ټولو کليو کې تر ټولو کم نفوس لري چې يوازې ۹ کورونه او ۳۲ کليوال پکې اوسيږي. د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د پيل په درشل کې د ډولکار او يانګزوم په نامه خويندو شي جين پينګ ته د پېغام په ليږلو سره د سرحدي سيمې د ساتلو احساسات او د خپل ټاټوبي پرمختګ څرګند کړ.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای