CRI Online

جاو له جي: په ژوره توګه دې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس روحيه زده او پلې شي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-30 10:53:43

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې د مرکزي ډسپلين څارونکې کميټې د اکتوبر په ۲۹مه نېټه لومړۍ غونډه تر سره کړه.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د مرکزي ډسپلين څارونکې کميټې منشي جاو له جي د دې غونډې مشري وکړه او په کې يې يوه وينا وکړه.هغه پر دې ټينګار وکړ چې بايد په ژوره توګه د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس روحيه زده او پلې شي او په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکارو په لارښوونه خپله اصلي اراده هيره نه کړو، خپله دنده دې کلکه په ياد وساتو او په ټينګه سره دې خپلې دندې پلې کړو.

جاو له جي وويل چې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس روحيې زده کول په اوسمهال او راتلونکې يوه موده کې د کمونېست ګوند لومړۍ سياسي دنده ده.د مرکزي ډسپلين څارونکې کميټې د دايمي کميسيون غړي دې کمونېست ګوند،چينايانو او د ګوندي غړو افکارو ته وفادار وي څو د کمونېست ګوند او خلکو وفادار ساتونکي وګرځي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای