د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د اېکس ۹۰۸۱ نمبر اورګاډی د نفتو د استخراجي تجهيزاتو په ليږدولو سره له اوروموچي څخه د اوکراين په ختيځ د پولتاوا ښار په لور وخوځېد.دا له شينجيانګ څخه اوکراين ته لومړی اورګاډی دی.د خبر له مخې،دغه اورګاډی به د علا غر له بندر څخه د قزاقستان او روسيې له لارې د اوکراين پولتاوا ښار ته ورسېږي.د اټکل له مخې،ياد اورګاډی به د اوکراين پولتاوا ښار ته په ۱۵ ورځو کې ورسېږي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |