د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په بهر کې د امنيتي حالاتو او د ځوانانو حقونو د ساتنې په اړه لومړۍ غونډه چې د چينګهوا پوهنتون د بهرني امنيت د څېړنيز مرکز او په بهر کې د ځوانانو د حقونو د ساتنې او پرمختګ د ګډې ټولنې له خوا جوړه شوې وه،په دې وروستيو ورځو کې په چينګهوا پوهنتون کې تر سره شوه.
په وروستيو کلونو کې په بهر کې د چيني زده کوونکو شمېر ګام په ګام لوړ شوی او عمر يې ګام په ګام ټيټ شوی چې د امنيت مسئله ورځ په ورځ سختېږي.په ياده غونډه کې د پوهنتونونو اړوندو کارپوهانو،حکومتي چارواکو او چيني سلاکارانو د اوسنيو بهرنيو امنيتي حالاتو او په بهر کې د چيني زده کوونکو د امنيتي پېښو په اړه بحث وکړ او له غيرقانوني تېري کوونکو قضيو سره د مقابلې لپاره يې اړوندې تګلارې وړاندې کړې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |