د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د کرهنې وزارت په دې وروستيو ورځو کې خبر ورکړ چې په چين کې به د کرهنيزو توليداتو د جوړونې،په کليوالو سيمو کې د تصديو جوړولو او نوښت او د کرهنيزې سيلانۍ په اړه د مليونو استعداد لروونکو کسانو ۳ کلن روزنيز فعاليت له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې تر سره شي چې په عمده توګه به د ساينس او ټېکنالوژۍ او د نوښت پروګرامونو،د تصديو ادارې او د تصديو خاوندانو او تخنيک لرونکو کسانو د روزنې په اړه کارونه تر سره شي.
د کرهنې وزارت له بېلا بېلو ځايونو څخه غوښتنه وکړه چې په عمده اجنډا کې د استعداد لروونکو کسانو روزنيز عمليات ځای پر ځای کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |