CRI Online

د چين د شينجيانګ د کلتور تبادلوي پلاوي نيويارک ته سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-10-30 16:09:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د شينجيانګ د کلتور تبادلوي پلاوي چې د چين د ملي شورا د مطبوعاتي دفتر لخوا ترتيب شوی، د اکتوبر په ۲۸مه نيټه نيويارک ته ورسېد، په دې ښار کې يې له چين انسټيټيوټ څخه ليدنه او له اړوندو کارپوهانو سره د کلتوري تبادلې په اړه خبرې اترې وکړې. چين انسټيټيوټ په ۱۹۲۶ کال کې جوړ شوی او د چين د کلتور او هنر د څېړنې او د چين او امريکا ترمنځ د کلتوري تبادلې د هڅونې په برخه کې په ټوله امريکا کې تر ټولو اوږد تاريخ لرونکې کلتوري اداره ده.

د چين د شينجيانګ د کلتوري تبادلوي پلاوي مشر او د چين د ملي شورا د مطبوعاتي دفتر د بشري حقونو ادارې مرستيال ځوه فنګ د خبرو اترو په وخت کې د شينجيانګ د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ او د خلکو حقونو د ساتنې په اړه مالومات وړاندې کړل. هغه وويل په تېرو پنځو کلونو کې شينجيانګ د ګړندي پرمختګ په حال کې و او د وګړيو د ژوند سويه او د ټولنيز ضمانت کچه يې په پر له پسې توګه لوړه شوې ده. د اتباعو د ښوونې حق يې په پوره توګه ضمانت شوی او د مذهبي دين ازادي يې تر ساتنې لاندې ده. ده وويل د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز شينجيانګ ته د پرمختګ نوی ګټور فرصت برابر کړی او د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس د شينجيانګ د راتلونکي پرمختګ لپاره لا ښه پلان ټاکل کړی دی. ده وويل

(( د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې د چين مرکزي حکومت په څرګنده توګه دا وړانديز وکړ چې شينجيانګ دې د جغرافيايي وړتياوو او لوېديځ ته د پرانيستې کړکۍ رول په کارولو سره شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه اباد شي. شينجيانګ د دې تاريخي فرصت څخه د ګټې اخيستلو او د يوه کمربند او يوې لارې په جوړونه کې د فعال رول د لوبولو لپاره د سيمه ييز ترانسپورټي محوري مرکز، د معاملو او حمل و نقل مرکز، د پولي خدمت مرکز، د کلتور او ښوونې مرکز او د طبي خدمت مرکز په شمول د پنځو مرکزونو د جوړولو پلان ټاکلی او له ګاونډيو هېوادونو سره يې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ او تبادلې هم په دوامداره توګه ژورې کړې دي. ))

د چين انسټيټيوټ مشر جيمس خيمويز چې چيني نوم يې هه جه مينګ دی، د چين په اړه ډېر مالومات لري. هغه د خبرو اترو په ترڅ کې وويل، زيات امريکايان د چين په هکله سمه او پوره پېژندنه نه لري. ده وويل

(( ستاسو د راغلو کسانو ډېر هر کلی کوم. له ډېرو کلونو راهيسې چين اسټيټيوټ په سمه او پوره توګه په چين د پېژندنې لپاره له امريکايانو سره مرستې کړي او کوي يې. د چين په تېره بيا د چين د ملي لږکيو په هکله د لوېديځو هېوادونو خبري رسنيو خبرونه او خپرونې بشپړې نه دي. نو امريکايان په سمه او پوره توګه د چين په اړه مالومات نه شي تر لاسه کولای. ))

نوموړي وويل د شينجيانګ دغه پلاوي امريکا او نيويارک ته سفر کول د چين او امريکا ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د ژورتيا لپاره يو ګټور فرصت برابر کړی دی. چين انسټيټيوټ غواړي د خپل ډګر د کارولو له لارې د امريکا او چين ترمنځ همکارۍ وهڅوي. د شينجيانګ د کلتور او ښوونې په شمول د بېلا بېلو ساحو کارپوهانو ته بلنه ورکوم چې امريکا ته سفر وکړي او د دې تر څنګ زيات امريکايان چمتو کړي چې له شينجيانګ څخه ليدنه کتنه وکړي نو له دې لارې به امريکايان د شينجيانګ په اړه لا زيات مالومات تر لاسه کړي. د شينجيانګ د دغه پلاوي مشر ځوه فنګ د دې تود هر کلی او صادقانه بلنې په اړه وويل

(( د امريکايي دوستانو هر کلی کوم چې شينجيانګ ته سفر وکړي او د شينجيانګ ښکلې طبيعی منظرې او ځانګړی کلتور احساس کړي. باور لرم کله چې تاسې شينجيانګ ته راشئ، نو له دې سيمې سره به هرمرو ستاسو مينه پيدا شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای