CRI Online

چین د دې هرکلی کوي چې د امریکا ولسمشر چین ته سفر وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-30 17:04:05
چین د دې هرکلی کوي چې د امریکا ولسمشر چین ته سفر وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ د روانې میاشتې په ۳۰ نیټه په یوه خبري ناسته کې وویل چې چین ته د امریکا د ولسمشر د راتلونکي سفر هرکلی کوي. د خبر له مخې د دولت رئیس شي جین پینګ په بلنه به د امریکا ولسمشر دانولد ترامپ په نږدی موده کې چین ته رسمي سفر وکړي. نوموړې ویاندې په دې اړه ویلي چې چین له امریکا سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او زموږ په اند د چین او امریکا ترمنځ سالمې او ثابتې اړیکې د دواړو خواوو د خلکو له اساسي ګټو سره سمون خوري بلکې د نړیوالو ګډه هیله هم ده. چین غواړي له امریکا سره یو ځای د دواړو مشرانو ترمنځ د ترلاسه شویو موافقو له مخې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ همکاري پیاوړی کړي او توپیرونه کنترول کړي ترڅو چې زموږ خپلمنځي اړیکې ښه پرمختګ وکړي. هیله ده چې د ولسمشر ترامپ د راتلونکي سفر له لارې د چین او امریکا ترمنځ لازیاتې همکارۍ پرمخبوزي دغه راز د دواړو خواوو خلکو ته لازیاتې واقعي ګټې ورسوي او د سیمې او نړۍ د سولې ثبات او سمسورتیا لپاره لوی خدمتونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای