د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۲ مې دورې د ملي کميټې د دايمي کميټې ۲۳مه غونډه د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه او د دې غونډې موضوع دا ده چې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس روحيه زده او پلې شي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس يو جنګ شنګ د غونډې مشري وکړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د مرکزي سکرتريت منشي وانګ هو نينګ يو ځانګړی راپور ورکړ.
يو جنګ شنګ څرګنده کړه، چې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس د شتمنې ټولنې د پوره جوړونې په کليدي موده کې او د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته د رسېدو په کليدي وخت کې يوه ډېره مهمه غونډه ده.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |