CRI Online

شي جين پينګ د چينګهوا پوهنتون د اقتصادي او انتظامي پوهنځی د مشاورتي کميټې له بهرنيو غړيو او د چين د تصدۍ خاوندنو غړيو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-30 21:34:12

د چين د دولتي رئيس شي جينګ پينګ د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه د بيجينګ د خلکو په لوي تالار کې د چينګهوا پوهنتون د اقتصادي او انتظامي پوهنځی د مشاورتي کميټې له بهرنيو غړيو او د چين د تصدۍ خاوندنو غړيو سره کتنه وکړه.

شي جينګ پينګ وويل، چې د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس ډېر ستر اهميت لري،او زمونږ دغه باور ټينګ شوی چې په مداوحه توګه د چين په ځانګړې سوسياليستي لاره کې ګامونه واخلو. هغه زياته کړه، چې هيله لرم د امريکا ولسمشر ټرمپ به ژر چين ته سفر وکړي.

د چينګهوا پوهنتون د اقتصادي او انتظامي پوهنځی د مشاورتي کميټې مشر برېر،د پالسون صندوق مشر جون الفرد پالسون، د بلاکستونه ګروپ مشر سو شي مين، د اپل اجرايوي مشر تيموسي دوناد کوک او د فيسبوک جوړونکی او اجرايوي مشر مارک زوکربرګ په شمول غړيو په وار سره خپل نظرونه څرګند کړل. دوی د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس ته د مبارکي هم وويله.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای