CRI Online

د سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين کلتوري صنعت چټک پرمختګ کړی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-31 10:28:05

د چين د شميرنې عمومي ادارې په ويبپاڼه کې د خپارو شويو معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۱۷ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين د ۵۴ زرو لويو کلتوري تصديو عايدات ۶۷۶۱ مليارډه ۸۰۰ مليونه يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۱.۴٪ زيات شوي، او د زياتوالي سرعت يې ۴.۴ ٪ لوړ شوی دی.

د کلتور او اړوندو چارو په ۱۰ صنايعو کې د ځانګړو کلتوري سامانونو له توليدي صنايع پرته د يادو نورو نهو صنايعو عايدات زيات شوي دي. د انټرنيټ پر بنسټ د معلوماتي ليږدونې د خدمتي صنعت عايدات ۵۵۰ مليارډه او ۳۰۰ مليونه يوانه و چې د زياتوالي انډول يې ۳۶٪ و. د هنري خدمتي چارو عايدات ۲۸ مليارډه ۳۰۰ مليونه يوانه و چې د زياتوالي انډوال يې ۱۶.۳٪ و.

د شمېرنې له مخې. د ختيځو سيمو د کلتوري او اړوندو صنايعو عايدات د چين د نورو سيمو په پرتله ډېر زيات و.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای