CRI Online

چين او جنوبي کوريا د خپلمنځو اړيکو په اړه د نظريو تبادلې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-10-31 11:20:55

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ چې په دې وروستيو کې د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال کونګ شيون يو او د جنوبي کوريا د ملي امنيت وزارت دوهم مرستيال نام ګوان پيو د کوريا ټاپووزمې د مسئلې په اړه سره وکتل او د نظريو تبادلې يې وکړې.

جنوبي کوريا د ساد مسئلې په اړه د چين دريځ او پاملرنه پېژندلې او دا يې څرګنده کړه چې په جنوبي کوريا کې ځای پر ځای شوی ساد سيستم د اصلي موخې سره سم د درېيم هېواد پر ضد نه دی، يعنې د چين پر ستراتيژيکو او امنيتي ګټو به منفي اغېزې ونلري. چين په جنوبي کوريا کې د ساد سيستم له ځای پر ځای کولو سره مخالفت بيا څرګند کړ او هيله يې وښودله چې جنوبي کوريا په ښه توګه اړوندې مسئلې حل کړي. دواړو خواوو پريکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو پوځي څانګې به د ساد مسئلې په اړه سلامشوره وکړي.

د دواړو خواوو په اند تګ راتګ او همکاري د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون لري، او هيله لري چې په بېلا بېلو برخو کې د تګ راتګ د پياوړتيا له لارې خپلمنځي اړيکې بېرته د سالم پرمختګ مدار ته وګرځي .

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای