د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مرکزي دسپلين څارونکې کميټې د څارنې څانګې د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې د خبرولو غونډه تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميټې غړي او د مرکزي ډسپلين څارونکې کميټې مشر جاو له جي په ياده غونډه کې ګډون او وينا يې وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د مرکزي ډسپلين څارونکې کميټه د شي جين پينګ په مرکزيت د ګوند د مرکزي کميټې د صلاحيت او واحدې مشرۍ د ساتلو په برخه کې ځانګړې دندې او مهم مسئوليت لري، نو خپلې دندې بايد تر سره کړي، د ګوند په مرکزي کميټه او ټول ګوند کې د عمومي منشي شي جين پينګ د مقام د ساتلو، د نوې زمانې لپاره د چيني خصوصيت لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پلې کولو او د ټاکل شويو دندو د پوره کولو لپاره دې لارښوونکی رول ولوبوي.
جاو له جي پر دې ټينګار وکړ چې مرکزي دسپلين څارونکې کميټه بايد د ملا تړلو او هلو ځلو کولو روحيه وساتي، اصلي موخې دې هېر نه کړي او پرمخ دې ګامونه پورته کړي، د چين د کمونېست ګوند د اساسنامې سره سم د څارنې مسئوليت دې پلی کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |