CRI Online

په امريکا کې د چين سفير: چين ته د ټرمپ سفر به د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو ښه فرصت وي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-31 15:12:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې د چين سفير څوي تيان کای د اکتوبر په ۳۰مه نېټه وويل، چې د امريکا ولسمشر ډوڼالد ټرمپ به چين ته رسمي سفر وکړي، باور لرم چې دغه سفر به د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د لا ټينګېدو لپاره ښه فرصت جوړ کړي.

څوي تيان کای په همدې ورځ په امريکا کې د چين په سفارت کې له چيني او بهرنيو خبريالانو سره مرکه وکړه. هغه وويل، چې ټرمپ به د چين د کمونېست ګوند له نولسم ملي کانګرس وروسته لومړنی بهرنی مشر وي چې چين ته سفر کوي.

څوی تيان کای وويل، چې اقتصادي او سوداګريزه همکاري د ټرمپ د دغه سفر مهمه موضوع ده، دواړو خواوو د دې مسئلې د تياري لپاره ډېر وخت او انرژۍ لګولي دي، باور لرم چې د دواړو خواوو تر ګډو هڅو لاندې به دغه سفر د دې مسئلې په اړه لاسته راوړنې ولري.

نوموړي زياته کړه چې په دې سفر کې به د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په شمول د پام وړ مسئلې تر بحث لاندې وي. چين چمتو دی چې له امريکا سره د دغو مسئلو په هکله بحثونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای