د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تعديل شوي جزايي قانون مسوده د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې بحث ته وړاندې شوه او په دې مسوده کې د ملي سرود د سپکاوي په نسبت جزايي مسئوليت ټاکل شوی دی.
د يادې مسودې له مخې، په عامه ځايونو کې د سوځولو، زيانولو يا ويجاړولو، انځورولو، ککړولو او تر پښو لاندې کولو په شمول د چين د ملي بيرغ او ملي نښان د سپکاوي کړه وکړه لرونکي کسان تر ۳ کلن کم بند، توقيف، کنترول او يا د سياسي حقوقو د محرومېدو سره مخامخ کېدای شي. هغه څوک چې په عامه ځايونو کې د چين د ملي سرود شعر د بدلولو او يا د ملي سرود د سپکاوي سخت کړه وړه تر سره کړي، د يادې مادې سره سم له جزايي سزا سره مخامخ کېدای شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |