CRI Online

چين هيله لري چې د جنوبي کوريا د ساد سيستم په شمول څلور فقديزه اعلاميه پلي کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-31 19:33:59

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د روانې مياشتې په ۳۱ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دا د دواړو هېوادونو ګډه اراده ده او د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون لري چې جنوبي کوريا د ساد سيستم مسئله په ښه توګه حل کړي او د چين او جنوبي کوريا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره ستونزي له منځه يوسي. چين هيله لري چې د جنوبي کوريا ګفتار له کردار سره منطبق شي او اړونده علاميه پلي کړي .

د اکتوبر د ۳۱ مې نېټې په سهار، چين او جنوبي کوريا د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو په اړه د نظريو د تبادلې خبر خپور کړه. د چين او جنوبي کوريا تر منځ خبرو اترو کې د چين دريځ د ساد سيستم مسئلې په اړه بدل شوی که نه، هوا چون ينګ وويل،چې د چين دريځ د ساد سيستم په اړه تل روښانه دی، بدل به نه شي. مونږ دې ته پام کوو چې جنوبي کوريا څرګنده کړه چې د توغنديو ضد د امريکا په دفاعي سيستم کې به ګډون نه کړي،او د جنوبي کوريا، امريکا او جاپان تر منځ د امنيت همکاري په درې اړخيزه پوځي ټولنه به بدل نه شي، د ساد سيستم پراخ او اضافه نه کړي او د چين پر ستراتيژيکې او امنيتي ګټې به زيانمنې نه کړي. مونږ هيله لرو چې جنوبي کوريا خپل ګفتار له کردار سره منطبق کړي او اړوندې مسئلې په ښه توګه حل کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای