CRI Online

په چين کې د کاربن دوه اکسايدو د ايستلو اندازې معاملوي مرکز به په سږ کال کې په کار ولوېږي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-01 10:18:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اکتوبر په ۳۱مه نيټه د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر يوه خبري ناسته جوړه کړه. د اقليمي بدلون چارو په اړه د چين حکومت ځانګړي استازي ښاغلي شيې جن هوا او د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کمېټې د اقليمي چارو ادارې مسؤل ښاغلي لي ګاو په ياده ناسته کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د چين د تګلارو او عملياتو په اړه د ۲۰۱۷ کال رپوټ اړوند معلومات ورکړل. په دغه رپوټ کې راغلي چې په چين کې د کاربن دوه اکسايدو د ايستلو اندازې معاملوي بازار د جوړولو چارې اوس په منظمه توګه روانې دي او په سږ کال کې به په رسمي توګه په کار ولوېږي.

د ياد بازار جوړول په چين کې د ايکولوژيکي تمدن نظامي اصلاحاتو يوه مهمه دنده او د بازاري ميکانيزم په کارولو سره د شنو خونو ګازو د ايستلو اندازې د کنټرول په موخه يو مهم او اغېزمن تدبير هم دی. له ۲۰۱۱ کال راهيسې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کمېټې د بېجينګ په شمول ۷ ولايتونو او ښارونو کې د کاربن دوه اکسايدو د ايستلو اندازې د معاملو يو لړ ازموينې کړې او په هېواد کې د واحد معاملوي بازار د پرانيستلو لپاره يې اړوندې تجربې راغونډې کړې دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای