CRI Online

لي که چيانګ د روسيې له صدر اعظم مېدويديف سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-01 10:20:33

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدر اعظم لي که چيانګ د اکتوبر په ۳۱مه نيټه په بېجينګ کې له خپل روسي سيال ديميتري مېدويديف سره وکتل چې د چين او روسيې د صدر اعظمانو ترمنځ په ۲۲مه کتنه کې د ګډون لپاره چين ته راغلی و.

د دواړو هېوادونو صدر اعظمانو د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د ښه پرمختګ ستاينه وکړه. د چين صدر اعظم لي که چيانګ څرګنده کړه چې د دولت رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ولاديمير پوټين ترمنځ څو ځلو بريالو کتنو او تليفوني خبرو اترو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته قوي پرمختګ ورکړی دی. د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس تازه په برياليتوب سره پای ته ورسېد او د رايګيرۍ له لارې د ښاغلي شي جين پينګ په مرکزيتوب د ګوند نوې دورې مرکزي کمېټه ټاکل شوې ده. صدر اعظم مېدويديف د ۱۹م ملي کانګرس تر پای ته رسېدو وروسته چين ته د سفر لومړی بهرنی مشر دی چې ترې د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو نژدېوالی او لوړه سويه څرګندېږي. چين غواړي چې له روسيې سره متقابل باور ټينګ کړي، خپلمنځي همکارۍ به پراخې کړي، په بېلا بېلو ساحو کې به تبادلې او تګ راتګ پياوړی کړي او د صدر اعظمانو ترمنځ د ټاکلې مودې کتنې او د هراړخيزې همکارۍ ميکانيزمونو په کارولو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ زياتې هيلې په واقعيتونو بدلې کړي تر څو خپلمنځي اړيکې په سالمه توګه پرمختګ وکړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي او په ګډه به د نړۍ سوله، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا وساتي.

صدر اعظم مېدويديف د چين کمونست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس د کاميابۍ له امله مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې د روسيې او چين ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې لوړه سويه لري او د راتلونکې په لور پرمختګ کوي. روسيه غواړي چې له چين سره په ګډو کوښښونو سره د خپلمنځي اړيکو او همکاريو ته لا ستر پرمختګ ورکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای