CRI Online

کابل کې چادونې لږ تر لږه ۱۵ تنو ته مرګژوبله اړولې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-11-01 10:30:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر د۳۱مې نيټې په ماسپښين کابل کې چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۱۵ تنو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

ځايي خبري رسنيو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په قول خبر ورکړی، چاودنه په لسمه امنيتي حوزه کې وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپيان شول.

د پېښې د عيني شاهدانو په قول، دغه چاودنه د ماسپښين په څلورو بجو او دريو دقيقو وشوه. د ابتدايي پلټنې له مخې، چاودنه د موټر بم په وسيله شوې، خو د بريد موخه تر اوسه مالومه نه ده.

داعش د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای