د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۳۱مه نيټه د ۲۰۱۷ کال د نړيوالو ښارونو د ورځې فعاليت د چين په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو، د ډېرو کورنيو او بهرنيو ښارونو استازي په ګوانګ جو کې راغونډ شوي وو او د ښار د ابادۍ او مديريت په اړه د نوښتي عملونو ګټورو تجربو په هکله يې د نظريو تبادلې وکړې.
د نړيوالو ښارونو د ورځې سږنۍ موضوع د ښار مديريت، ورخلاصون او نوښت دی. چين د هستوګنې، کليوالو او ښاري سيمو د جوړونې وزير وانګ منګ هوی وويل، د عنعنوي پرمختګ شکل د ښارونو د دوامدار پرمختګ له غوښتنې سره سمون نه خوري، نو د ښارونو د پرمختګ شکل بدلول اوسنی بېړنی کار دی. چين به په پر له پسې توګه د نوښتي، همغږی، چاپيريال ساتنې، پرانيستي ور او شريکونکي پرمختګ افکار تطبيق کړي.
د م م د هستوګنيزو چارو اجراييوي مشر جوان کلوس وويل، چين د نړيوالو ښارونو له پرمختګ د ملاتړ په برخه کې ستر خدمتونه ترسره کړي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |