د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين، قرغيزستان او ازبکستان ترمنځ د مالونو ليږدونه څو ورځې مخکې د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې په ازمويښتي توګه پيل شوه. د دريو هېوادونو نهه مال وړونکي لړۍ د تاشکند او کشغار ترمنځ په غځيدلي نړيوال سړک ختيځ لوري ته روان دي، اټکل کېږي چې د نومبر په لومړۍ نيټه د شينجيانګ کشغار ته ورسېږي.
د ازبکستان او قرغيزستان مامورينو وويل، د دريو هېوادونو ترمنځ د نړيوال سړک پرانيستل د دريو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره ګټور دی. دوی به د مالونو ليږدونې د نتيجې له مخې د راتلونکې همکارۍ دنده وټاکي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |