CRI Online

د چين د کمونيست ګوند د بهرنيو اړيکو څانګې بهرنيو سفيرانو ته د دې ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيه وروپېژنده

cri     (GMT+08:00) 2017-11-01 15:30:28

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر په لومړۍ نيټه، د چين د کمونيست ګوند د بهرنيو اړيکو څانګې په بېجينګ کې يوه ځانګړې غونډه ترسره کړه چې پکې د نورو هېوادونو لوړپوړو ډيپلوماتانو او د نړيوالو شرکتونو استازو ته يې د دې ګوندد نولسم ملي کانګرس روحيه وروپېژنده . د ۹۰ سفيرانو په شمول د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو څه دپاسه ۲۶۰ لوړپوړو ډيپلوماتانو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د چين د يادې څانګې مرستيال ګوه يې جو وويل، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس د شتمنې ټولنې د پوره جوړونې لپاره د مبارزې او د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم نوې زمانې ته د رسېدو په مرحله کې يوه مهمه غونډه وه چې پکې په نوې زمانه کې پر چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ټينګونې او پرمختګ په اړه د يو لړ مهمو تيوريکي او عملي موضوعاتو لپاره تګلارې او مقررات بيان شول.

په چين کې د ازبکستان، رومانيا او تانزانيا سفيرانو د چين کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې په نوې زمانه کې په بېلا بېلو ساحو کې د چين د پرمختګ او د چين او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله له ښاغلي ګوه يې جو سره د نظريو تبادلې وکړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای