د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د نومبر په لومړۍ نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه، د امريکا اتاه پوهنتون ته نږدي يو چينايي زده کوونکی وژل شوی دی. تر اوسه پوري شکمن کس د پوليسو لخوا ندی نيول شوی .
هغه زياته کړه، چې په امريکا کې د چين سفارت په لومړي وخت کې له پوليسو څخه خبر تر لاسه کړی او ويې غوښتل چې د دې پېښې ژر تر ژره څېړنه وکړي او د وژل شوي اړوند له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړي او مرسته ور سره وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت او په امريکا کې د چين سفارت به د پېښې څېړلو ته دوام ورکړي او د وژل شوي محصل کورنۍ به امريکا ته د پېښې د څېړنې په موخه مرسته وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |