CRI Online

شي جین پینګ د روسیې له صدراعظم سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-11-01 20:03:00
شي جین پینګ د روسیې له صدراعظم سره وکتل

د روانې میاشتې په ۱ نیټه د چین د دولت رئیس شي جین پینګ په دیاو یو تای ملي هوټل کې د روسیې له صدراعظم دمیتري میدویجیف سره وکتل. شي جین پینګ د دې هرکلی وکړ چې هغه د چین د کمونېست ګوند د ۱۹ م ملي کانګرس له جوړیدو وروسته سمدلاسه چین ته سفر وکړ او ویې ویل چې روسیه د چین ترټولو لوی ګاونډی هیواد او هراړخیز ستراتیژیک همکارانه دوست دی او خپله هغه موخه او اراده به بدله نه کړي چې له روسیې سره اړیکې نورې هم ژورې کړي. چین غواړي له روسیې سره یو ځای په مختلفو برخو کې همکارۍ پراخې کړي، په نړیوالو چارو کې همغږی نږدی کړي او د بشر برخلیک ګډ اتحاد پرمخبوزي. میدویجیف شي جین پینګ ته د ولسمشر پوتین نیکې هیلې او مبارکي وسپارلې چې د چین د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس په بریالی توګه پای ته ورسید او د مرکزي کمیټې د عمومي منشي په توګه شي جین پینګ یو ځل بیا ټاکل شوی دی. هغه هم وویل چې په یاد کانګرس کې د چین د راتلونکي پرمختګ ستره نقشه جوړه شوې ده چې پر چین او نړۍ به مهمه اغیزه وکړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای