CRI Online

لي که چيانګ او ډميټري ميډويډيف په ګډه د چين او روسيې د صدراعظمانو د ۲۲مې نوبتي غونډې مشري وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-02 08:57:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د لومړۍ نيټې په سهار د چين د خلکو په لوي تالار کې له خپل روسي سيال ډميټري ميډويډيف سره د چين او روسيې د صدراعظمانو د ۲۲مې نوبتي غونډې مشري وکړه.

ښاغلي لي که چيانګ وويل، چې چين او روسيه يو د بل ډېر لوي ګاونډي هېوادونه دي او په هره ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې اړيکې د چټک پرمختګ په حال کې دي. د دولت رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ولاډيمير پوټين تر ګډو لارښوونو لاندې دوه اړخيزو اړيکو په پر له پسې توګه نوي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او کوي يې. چين په نړۍ کې ډېر لوی پرمختيايي هېواد دی، نو پرمختګ د ټولو مسئلو د حلولو بنسټ او کلي ده. چين او روسيه متقابل پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختيايي ستراتيژيو د تړلو او هراړخيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې کوي چې دا به د دواړو هېوادونو، دې سيمې او حتی ټولې نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره ګټور وي.

ښاغلي ميډويډيف د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د بريا په مناسبت مبارکي څرګنده کړه او هيله يې وښودله چې د چين خلک ژر تر ژره خپلو هغو سترو موخو ته ورسېږي چې په ياد کانګرس کې ټاکل شوې دي. اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېرې ټينګې دي، لوړ پوړې تګ راتګ نژدې دی، د همکارۍ نظام په سالم ډول پلی کېږي، سترې همکاريزې پروژې په عادي توګه روانې دي او د پانګونې او سوداګرۍ د زياتوالي سرعت چټک دی چې دا حالات په تاريخ کې ساري نه لري. روسيه غواړي د انرژۍ، د اساسي تاسيساتو د ابادۍ، توليدي توان، هوايي چارو، کرنې او په لرې ختيځ کې د همکاريو په دوديزو ساحو کې او د برېښنايي سوداګرۍ، ډيجيټال اقتصاد، منځنيو او کوچنيو تصديو او پولي پانګونې په نوو سمسوري ساحو کې لا نژدې همکارۍ وکړي، تر څو په هره ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې اړيکې نورې ټينګې شي.

له دغې غونډې نه وروسته دواړو هېوادونو د پانګونې، انرژۍ، ځايي همکاريو، بشري کولتور، کرنې، ګمرکاتو، د کيفيت د څارنې، هوايي چارو او پولي چارو په برخو کې څه باندې شل همکاريز تړونونه لاسليک کړل. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای