CRI Online

لي که چيانګ او ډيميټري ميډويډيف په ګډه له خبريالانو سره کتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-02 09:24:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د لومړي نيټې په سهار د چين او روسيې ترمنځ د صدرعظمانو د ۲۲مې نوبتي غونډې له پای ته رسېدو نه وروسته د چين د خلکو په لوي تالار کې له خپل روسي سيال ډيميټري ميډويډيف سره يو ځای يوه خبري ناسته جوړه کړه.

ښاغلي لي که چيانګ په ياده غونډه کې تر لاسه شوي برياليتوبونه شريک کړل او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين به د متقابل درناوي، مساواتو، ګډو ګټو او پرمختګ پر بنسټ په هره ساحه کې د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو د نژدې کېدو او د همکاريو او ګډو ګټو پر بنسټ د نوو نړيوالو اړيکو د ټينګېدو لپاره زيار وباسي، تر څو د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي او نړيواله سوله او ثبات وساتل شي.

ښاغلي ميډويډيف وويل، چې روسيه د دواړو صدراعظمانو د نوبتي غونډې او اړوند همکاريز نظام په رڼا کې د لاسته راوړنو په باب راضي ده او هيله لري چې دواړه خواوې په همکاريز نيت او رغنده رويې سره سترې پروژې پلې کړي او په نوې ساحه کې همکاري وکړي، تر څو دوه اړخيزې سوداګريزې پيمانې پراخې شي. دغه راز، دواړه هېوادونه بايد د کولتوري او ښوونيزې تبادلې د پياوړتيا او د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ټينګېدو لپاره زيات فعاليتونه تر سره کړي. بر سېره پردې، د دواړو هېوادونو ترمنځ پولي همکارۍ دې ژورې شي، تر څو نړيوال اقتصاد په سالم او برابر ډول پرمختګ وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای