CRI Online

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له چين څخه ليدنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-02 09:35:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزرات وياند لو کانګ د نومبر په ۲مه نېټه وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د نومبر له ۸مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي. هغه وخت به د دواړو هېوادونو مشران د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په اړه ژوره تبادله وکړي. چين غواړي له امريکا سره ګډ کوشش وکړي چې له چين څخه ټرمپ ليدنه وکړي او د چين او امريکا ترمنځ د مشرانو د کتنې مهم برياليتوب تر سره شي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته وده ورکړل شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای