CRI Online

د افغانستان په ختيځه برخه کې د بمي بريد له امله لږ تر لږه اته تنه ووژل شول او پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-02 09:39:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان طلوع ټلويزيون د نومبر په لومړۍ نېټه د ځايي ورغتيا څانګې د چارواکي په قول خبر ورکړ چې د همدې ورځې په شپه د دغه هېواد په پروان ولايت کې يو بمي بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه اته تنه ووژل شول او پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول.

دغه بريد د همدې ورځې د ماښام په اوو بجو د پروان مرکز چاريکار ته نژدې سړک کې وشو. يو ټانکر په بريد کې اور اخيستی او يو عمومي بس چې هغه وخت له دغه ځای څخه تېرېده، هم وسوځېد. نو له دې امله لږ تر لږه اته تنه ووژل او پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول. اوس ټپيان نژدې روغتون کې تر علاج لاندې دي. تر اوسه پورې هيچا او يا کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای