CRI Online

شي جين پينګ د روسيې له لومړي وزير ميدويدف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-11-02 14:25:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په لومړۍ نيټه په بېجينګ کې د روسيې له لومړي وزير دومتری ميدويدف سره وکتل. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، روسيه د چين تر ټولو لوی ګاوندی او هراړخيز ستراتيک همکار دی. له روسيې سره د اړيکو د ټينګښت په هکله د چين موخه او اراده نه بدلېږي.

ميدويدوف د چين کمونيست ګوند تر نولسمې دورې ملي کانګرس وروسته لومړی بهرنی مشر دی چې چين ته سفر کوي، ور پسې به د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چين ته هم سفر وکړي. رئيس شي جين پينګ د ميدويدوف هر کلی وکړ او و يې ويل:

(( فکر کوم د ښاغلي ميدويدوف دغه سفر د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره يو ګټور فرصت دی. زه پر دې ټينګار کوم چې روسيه تل د چين په ډيپلوماتيکو چارو کې لومړيتوب لري، له روسيې سره د اړيکو د ټينګښت په هکله د چين موخه او اراده نه بدلېږي. چين غواړي په بېلا بېلو ساحو کې له روسيې سره همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه د انسانانو برخليک ټولنه جوړه کړي. باور لرم چې دواړه خواوې به د نوي پيل او نوي فرصت په کارولو سره په همکارۍ کې نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړي. ))

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چين او روسيه بايد د انرژۍ، د تجهيزاتو جوړونې، کرهڼيزو چارو او هوانوردۍ په شمول ځينو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا نورې ژورې کړي او په ترڅ کې به يې د علمي نوښت برخه زياته کړي.

ښاغلي ميدويدوف رئيس شي جين پينګ ته د روسيې د ولسمشر اولادمير پوټين سلامونه وړاندې کړل او د چين کمونيست ګوند د نولسمې دورې ملي کانګرس په برياليتوب سره د پای ته رسېدو او د دې ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه د بيا ټاکل کېدو په مناسبت رئيس شي جين پينګ ته مبارکي وويله. هغه وويل، روسيه غواړي په بېلا بېلو برخو کې له چين سره همکارۍ او تبادلې پياوړې کړي.

په همدې ورځ د چين صدراعظم لي که چيانګ له ميدويدوف سره د چين او روسيې د صدراعظمانو ترمنځ ۲۲م ملاقات وکړ او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړه. دواړو صدراعظمانو د نږدې شلو همکاريزو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ. ور پسې په يوه ګډه خبري ناسته کې لي که چيانګ وويل، دواړه خواوې غواړي د خپلمنځي همکارۍ د کيفيت او سويې د لوړولو لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. ده وويل

(( موږ د چين او روسيې ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ستاينه کوو. سږ کال د دواړو خواوو ترمنځ سوداګرۍ ګړندي پرمختګ موندلی او موافقه مو کړې چې د سوداګرۍ پيمانه به لا نوره پراخه کړو او د ټاکل شويو پروژو تطبيق به وهڅوو. موږ به نه يوازی په عنعنوي ساحو کې لا زيات همکاريز پټ ځواک ولټوو، بلکې په نويو ساحو کې د همکاريزو اړيکو د ټينګولو لپاره به کوښښونه وکړو. ))

په روان کال کې د چين او روسيې ترمنځ سوداګري د ګړندي پرمختګ په حال کې ده او يو د بل په هېوادونو کې پانګونې په ثابته توګه زياتې شوې دي. ښاغلي ميدودوف وويل،

((د چين کمونيست ګوند د نولسمې دورې ملي کانګرس برياليتوب ته مبارکي وايم، دغه کانګرس د چين او نړۍ لپاره ستر اهميت لري. چين په تېرو لسو کلونو کې د پرمختګ سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي. هيله لرم چې چين به په راتلونکی کې لا زيات برياليتوبونه ومومي. اوس د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د تاريخ په تر ټولو لوړه سويه کې دي، له تېر کال څخه د روان کال تر جون پورې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت پنځه دېرش سلنه زيات شوی او د زياتېدو تمايل لا پټ ځواک لري، لکه د صنايعو او هوانوردۍ په شمول ساحو کې. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای