CRI Online

جيرومي پووېل د ډونالډ ټرمپ له خوا د امريکا د فيډرالي ذخيرې کميټې د رئيس په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-11-03 15:54:53

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په درېيمه نېټه په رسمي توګه د امريکا د فيډرالي ذخيرې کميټې د راتلونکې دورې د رئيس په توګه د دې کميټې د شورا غړی جيرومي پووېل کانديد کړی.که د امريکا د مشرانو جرګه دغه کانديد ومني، نو جيرومي پووېل به د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې د اوسنۍ رئيسې جنيټ ايل ييلن پر ځای د يادې کميټې د رئيسه دنده پر غاړه واخلي.

د څېړونکو په اند د امريکا د فيډرالي ذخيرې کميټې د نوي رئيس په توګه د جيرومي پووېل ټاکنه به په سالم ډول د امريکا د مشرانو د جرګې له خوا ومنل شي.ځکه چې له يوې خوا جمهوريت غوښتونکی ګوند په مشرانو جرګه کې زياتره څوکۍ ګټلې او له بلې خوا کله چې د امريکا د فيډرالي ذخيرې کميټې د شورا د غړي په توګه د ټاکنې په وخت کې جيرومي پووېل د ديموکرات ګوند د زياتره غړو د منلو وړ و.

۶۴ کلن جيرومي پووېل د امريکا د فيډرالي ذخيرې کميټې د تېرو څو دورو د رئيسانو سره توپيرونه لري هغه دا چې د سياست او حقوقو په اړه درجه يې لاس ته راوړه او څو کاله يې په پولي بازار کې کار کړی دی. جيرومي پووېل په ۱۹۹۲ کال کې د امريکا د ماليې وزارت مرستيال و او له ۱۹۹۷ کال څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې يې د امريکا د کاريلې د پانګونې ګروپ يو ملګری و.که د امريکا د مشرانو جرګه د ده کانديد ومني، جيرومي پووېل به له ۱۹۴۸ کال څخه د دې کميټې تر ټولو شتمن رئيس وي.

په ۲۰۱۱ کال کې جيرومي پووېل د کانګرس په هڅولو کې مرسته وکړه چې د پور حد زيات شي. د ده عمل د بارک اوباما د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی او په ۲۰۱۲ کال کې يې د بارک اوباما له خوا د امريکا د فيډرالي ذخيرې کميټې د شورا د غړي په توګه وټاکل شو.هغه مهال جيرومي پووېل ډېر وخت د موټر سايکل په وسيله کار کاوه .د واشنګټن پوست د ورځپاڼې په قول جيرومي پووېل شتمن او نرم سوداګر دی.

د امريکا د فيډرالي ذخيرې کميټې د راتلونکي رئيس په توګه د جيرومي پووېل د ټاکل کېدو تر اعلان وروسته په بازارونو کې غبرګونونه ارام دي. د امريکا د فيډرالي ذخيرې کميټې د غونډو له لنډيز سره سم د جيرومي پووېل دريځ په بنسټيزه توګه د اوسنۍ رئيسې جنيټ ايل ييلن له دريځ سره يو شان دی. د پولي ادارې د ارامتيا په اړه د ډونالډ ټرمپ د غوښتنې په هکله د جيرومي پووېل رويه محتاطه ده،خو هغه د اصلاحاتو ملاتړ کوي.ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په درېيمه نېټه د ياد خبر د اعلان په وخت کې وويل چې جيرومي پووېل ټينګه اراده لري او وفادار او هوښيار دی.د اړوندو څېړونکو په اند جيرومي پووېل به په راتلونکي کې په پر له پسې توګه د ګټو د زياتوالي تګلارې ملاتړ وکړي.که ټرمپ غواړي د پيسو اوسنې تګلارې پلې کړي، نو جيرومي پووېل د ده ساده انتخاب دی.

د امريکا خبري رسنيو خبر ورکړ چې که څه هم جنيټ ايل ييلن به خپله دنده ختمه کړي،خو جيرومي پووېل به په پر له پسې توګه اوسنۍ تګلارې پلې کړي.بر سېره پر دې ،د جيرومي پووېل راتلونکي کارونه هم د پاملرنې وړ دي.د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يوې مقالې په خپرولو سره ويلي چې پخوا جيرومي پووېل د امريکا د فيډرالي ذخيرې کميټې د شورا د غړي په توګه دنده تر سره کړې چې د پيسو د تګلارو په اړه د ده دريځ ښکاره نه دی چې په تېره موده کې د ګټې انډول د پرېکړې په وخت کې د ده له رايګيرۍ څخه نه ده څرګند شوې.په راتلونکي کې د اقتصادي بدلون په وړاندې د جيرومي پووېل دريځ د پاملرنې وړ ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای