CRI Online

د نړيوالې جنايي محکمې څارنوال غوښتنه وکړه چې په افغان جګړه کې د جنګي جرمونو څارنه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-04 16:11:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نړيوالې جنايي محکمې څارنوال فاتو بينسودا د نومبر په درېيمه نېټه اعلان وکړ چې هغه له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کړې ده چې په افغان جګړه کې د شکمنو جنګي جرمونو پلټنه وکړي. د يادې محکمې مقادماتي محکمه به د پلټنې واک د ورکولو په اړه پريکړه وکړي.

نوموړي د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د اړوندو معلوماتو د جدي او اتبدايې څيړنې له مخې، زه په دې نظر يم چې دغه پلټنه د نړيوالې جنايي محکمې د روم تړون له ټولو قانوني مادو سره سمون خوري. د کافي دليلو سره سم په افغان جګړه کې جنګي جرمونه او د بشريت ضد جرمونه پلې شوي دي. خو په دغه اعلاميه کې يې مشخص جرمونه او مجرمين نه دي په ډاګه کړي.

نوموړي وويل، چې د يادې محکمې د واک د محدوديت له مخې، ياده پلټنه به يوازې د هغو جرمونو د اتهام په مقابل کې تر سره شي چې د ۲۰۰۳م کال د مې له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کې او د ۲۰۰۲م کال د جولاۍ له لومړي نېټې څخه د ياد تړون په غړو هېوادونو کې رامنځته شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د يادې محکمې د څارنوالانو دفتر د ۲۰۱۶م کال په نومبر مياشت کې يو راپور خپور کړ چې طالبانو او د دوی فرعي څانګو او افغان حکومتي پوځ جنګي جرمونه کړي دي او پر دې سربېره په افغانستان کې د امريکا پوځ او مرکزي استخباراتي رياست د بنديانو ځورولو په شمول جنګي جرمونه هم کړي دي. داسې جرمونه په عمده توګه له ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۰۴ م کال پورې رامنځته شوي او حتی ځينو جرمونو تر ۲۰۱۴م کال پورې دوام درلود. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای