CRI Online

د يمن د حوثي وسله والو لخوا د سعودي عربستان د پايتخت پر نړيوال هوايي ميدان د ويشتل شوي توغندي مخه ونيول شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-05 16:19:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان دولتي ټلويزيون د نومبر په څلورمه نېټه خبر ورکړ چې د يمن حوثي وسله والو په همدې ورځ د سعودي د پلازمينې رياض پر نړيوال هوايي ميدان يو باليستيک توغندی وويشت، خو د سعودي د هوايي دفاعي ځواکونو د دغه توغندي مخه ونيوه چې د سر او مال هيڅ زيانونه نه دي اړولي. دا له دې وروسته چې د سعودي په شمول ځينو هېوادونو د حوثي وسله والو په مقابل کې په پوځي عملياتو پيل کړی، په دوو کلونو کې لومړی ځل دی، چې د حوثي وسله وال د سعودي د پلازمينې په لور توغندی توغولی دی.

د سعودي د ملکي هوايي چارو رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې اوس د ياد هوايي ميدان کارونه په عادي توګه روان دي او دغې پېښې د الوتکو پر الوتنو باندې هيڅ اغيزه نه ده کړې.

د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د سعودي تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو د يمن د شمالي برخې پر يوې موخې باندې بريد وکړ. د حوثي وسله والو په قول ائتلافي ځواکونو پر يوه هوټل باندې بريد وکړ چې له امله يې شپږويشت عام وګړي ووژل شول. خو د سعودي په قول، دغه بريد د حوثي وسله والو يوه اډه ويجاړه کړه او پکې د توغنديو د کارپوهانو په شمول ګڼ شمېر وسله وال ووژل شول.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای