د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د شام اف ام راډيو د نومبر په ۵مه نيټه خبر ورکړ، يوه ورځ مخکې په ديرازور ښار کې د موټر بم چاودنې کابو ۴۰ ملکي وګړي وژلي او ډېر نور يې ټپيان کړي دي.
د اړوند خبر له مخې، چاودنه د ديرازور ښار په شمال هغه څارونکي سټېشن کې وشوه چې د جراف او کنيکو نفتي زيرمو ترمنځ په سړک کې پروت دی.
د سوريې د خبري اژانس د خبر له مخې، دغه چاودنه ياد سړک ته نږدې د کډوالو په مرکز کې وشوه. بريدګر د يو موټر په چلولو سره چې پکې چاودونکي توکي بار و، د کډوالو پر دغه برکز يې بريد وکړ او په نتيجه کې يې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه تنه مړه او ټپيان کړل. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |