CRI Online

د سعودي عربستان يوه چورلکه وغورځېده

cri     (GMT+08:00) 2017-11-06 09:19:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان ملي ټلويزيون د نومبر په ۵مه نيټه خبر ورکړ، يوه چورلکه د همدې ورځې په شپه په اسير ايالت کې وغورځېده او پکې يو شهزاده، دوه کارکوونکی او څلور مامورين ټول ووژل شول.

د اړوند خبر له مخې، د سعودي عربستان د پخواني واليعهد زوی او د اسير ايالت د والي مرستيال منصور بن مکرين په همدې ورځ د څو حکومتي مامورينو په ملګرتيا د يوې پروژې د څارنې لپاره د  چورلکې په وسيله غرنۍ سيمې ته ولاړل. تر اوسه پورې د دې چورلکې د غورځېدو لامل مالوم نه دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای