د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اسرائيلو دفاعي پوځ د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د دې هېواد په جنوب اودا هوايي اډه کې د ابي بيرغ په نوم ګډ هوايي پوځی تمرينونه پيل کړل.د امريکا ،يونان،پولنډ، المان، فرانسې،ايتاليا او هند هوايي پوځونو پکې ګډون کړی دی. دا لومړی ځل دی چې د هند هوايي پوځ په دې تمرينونو کې ګډون کوي.
د اسرائيلو خبري رسنيو خبر ور کړ چې نوموړو هېوادونو په دې تمرينونو کې د ګډون لپاره جنګي الوتکې،باروړونکې الوتکې او نفت ورکونکې الوتکې ليږلي دي.د اسرائيلو دفاعي پوځ ويلي چې د دغو تمرينونو موخه د جنګي توان او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا ده او له هر ډول امنيتي حالت سره هېڅ اړيکې نه لري. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |