CRI Online

ايران : د لبنان د صدراعظم استعفا سيمه ييز حالت نور هم ترينګلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-06 09:41:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندبحرم قسمي د روانې مياشتې په پنځمه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د لبنان د صدراعظم سعد حريري استعفا په لبنان او منځني ختيځ کې د سيمه ييزې ترينګلتيا سبب دی.نوموړي وويل چې په بل هېواد کې د حرري له خوا د استعفاپاڼې وړاندی کول د حيرانتيا وړ کار دی او ور څخه  ښکاري چې هغه د سيمه ييز حالت د ترينګلتيا په لور روان دی .

د روانې مياشتې په څلورمه نېټه حرري له سعودي عربستان څخه د ليدنې په ترڅ کې له خپلې دندې څخه د استعفا اعلان وکړ او په همدې ورځ يې د عربي تلويزيون له لارې په خپله وينا کې پر ايران نيوکه کړې چې په سيمه ييزو چارو او د عربي هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای