د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د قطر د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۵مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر سعودي عربستان د توغندي بريد وغانده
د سعودي ملي ټليويزيون خبر ورکړ، د يمن حوثې ډلې د روانې مياشتې په څلورمه نيټه د سعودي د پلازمينې رياض د نړيوال هوايي ډګر په هدف يو بالستيک توغندی توغولی او د سعودي د هوايي دفاع پوځ لخوا يې مخنيوی شوی، نو هېچا ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت په ياده اعلاميه کې ويلي، د قطر په اند، د ملکي وګړيو پر وړاندې ټول بريدونه له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او قطر ورسره سخت مخالفت کوي. قطر د يمن بحران د لرې کولو په اړه د خليج سوله ييز وړانديز او د م م له اړوندو پرېکړو څخه ملاتړ کوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |