د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا سپينې ماڼۍ د روانې مياشتې په پنځمه نېټه وويل چې ولسمشر ډونالد ترمپ د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره تلفوني خبرې اترې وکړې او هيله يې وښودله چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې به له سعودي عربستان سره همکاري پياوړې کړي.
ترمپ له پاچا سلمان څخه مننه څرګنده کړه چې سعودي عربستان د داعش ډلې د ځپلو لپاره له امريکا څخه ملاتړ کړی ، او د سعودي عربستان هغه ژمنه يې وستايله چې په رياض کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په هکله سرمشريزه غونډه کې يې کړې وه.
د دواړو هېوادونو مشرانو د يمن د حوثي وسله والو د ګواښونو او د رياض پر هوايي ډګر د حوثي وسله والو پر بريد هم بحث وکړ. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |