CRI Online

سعودي عربستان د يمن د حوثي وسله والو د مشرانو د نيولو لپاره څه باندې څلور سوه مليونه امريکايي ډالره انعام ايښی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-11-06 15:23:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې سعودي عربستان د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د يمن د حوثي وسله والو د څلوېښتو مشرانو د نيولو لپاره څلور سوه څلوېښت مليونه امريکايي ډالره انعام ايښی دی.

سعودي عربستان په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه څلوېښت تنه له ترهګرۍ سره د تړاو لرلو له امله په تورليست کې شامل شوي دي.

د دې انعام له اعلانېدو نه مخکې د يمن حوثي وسله والو د دې هېواد رياض پر هوايي ډګر توغندی وتوغاوه ، خو د سعودي عربستان پوځ له خوا مخنيوی شوی او هېڅ د سر و مال  زيانونه نه لري.دا لومړی ځل دی چې حوثي وسله والو پر رياض توغندی توغولی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای