CRI Online

چين د لومړي ځل لپاره د بې دو دريم نمبر مصنوعي سپوږمکې وتوغولې

cri     (GMT+08:00) 2017-11-06 16:07:04

چين په شي چانګ ښار کې د مصنوعي سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د چانګ چنګ د دريم نمبر يي په نوم د لېږدونکي توغندي په وسيله د د بې دو دريم نمبر په نامه لومړې او دويمې لارښوونکې مصنوعي سپوږمکې توغولې چې په ټوله نړۍ کې د بې دو مرکبو سپوږمکيو په وسيله د لارښوونکي سيستم نوې زمانه پرانيستل شوې ده.

د مالوماتو له مخې،د يادو مصنوعي سپوږمکيو توغول به د چين د بې دو مصنوعي سپوږمکيو لارښوونکي سيستم هڅونه وکړي چې ژر تر ژره ټولې نړۍ ته خدمتونه برابر کړي. د بې دو مصنوعي سپوږمکيو د لارښوونکي سيستم عمومي ډيزانر يانګ چانګ فنګ وويل(اواز)

د بې دو دريم نمبر مرکبو مصنوعي سپوږمکيو له لومړې توغونې څخه څرګنديږي چې د بې دو په نامه د سپوږمکيو په وسيله لارښوونکي سيستم به په ټوله نړۍ کې يوه شبکه جوړه کړي، د بې دو سپوږمکيو د استفادې او د اړوندو چارو د پرمختګ نوې پاڼه به خلاصه کړي او په دې برخه کې به د نړيوالې همکارې نوی پيل راورسيږي. نو دغه حرکت ستر اهميت لري.

د بې دو سپوږمکې په وسيله لارښوونکي سيستم په چين کې مهم فضايي بنسټيز تاسيسات دی. په ۲۰۰۹ کال کې د بې دو دريم نمبر سپوږمکيو د توغولو په اړوند پروژه په رسمي توګه پيل شوه چې په اتو کلونو کې د ابادۍ له لارې د زياتو څيړونکو څانګو تر ګډو کوښښونو لاندې د دغه سيتسم مرکزي او کلي تخنيکونه په پوره توګه پرمختګ ورکول شوی دی. ښاغلي يانګ چانګ فنګ وويل (اواز)

د بې دو په نامه د مصنوعي سپوږمکيو د پرمختګ بهير له لحاظه د بې دو لومړي نمبر او دويم نمبر څخه د بې دو دريم نمبر د مصنوعي سپوږمکيو تر توغولو پوري د بې دو په نامه لارښوونکي سيستم په پر له پسي ډول بشړ او غوره شوی چې چين د مصنوعي سپوږمکيو په وسيله د لارښوونې په ساحه کې د نړيوالو تجربو په راغونډولو سره د دغه سيستم د پرمختګ په هکله د چين ځانګړتيا لرونکی شکل ټاکلی دی.

د مالوماتو له مخې، د بې دو دريم نمبر سپوږمکۍ به د بنسټيزې لارښوونې د خدمت توان د پياوړتيا پر بنسټ د نړيوال معيار له مخې د لارښوونې د پياوړتيا، څيړنې او مرستې خدمتونه برابر کړي، دغه راز د نويو تخنيکونو له لارې خپل توان تر زياتې اندازې پوري لوړ کړي او د د لارښوونې له نورو نړيوالو سيستمونو سره نښې شريکې کړي. د چين بې دو دريم نمبر سپوږمکيو پروژۍ د عمومي ديزانر مرستيال شي جون وويل (اواز)

د بې دو دريم نمبر دواړه مصنوعي سپوږمکې د نښو د کيفيت اونورو برخو له لحاظه د بې دو دويم نمبر سپوږمکۍ په پرتله ډېرې لوړې شوې او د امريکا د جي پي ايس او د روسيې د ګلوناس او د ګاليليو سيستم چې په راتلونکې کې به ترې استفاده وشي، په شمول له نورو نړيوالو لارښوونکو سيستمونو سره شريکولی شي.

چين به د بې دو په نامه لا نورې مرکبې مصنوعي سپوږمکې ونوغوي. تر ۲۰۱۸ کال وروسته به د بې دو دريم نمبر اتلس مرکبې مصنوعي سپوږمکې وتوغول شي چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو پرتو هېوادونو کې استعمال ېدای شي او تر ۲۰۲۰ کال پوري به ۳۰ مصنوعي سپوږمکې وتوغول شي چې ټولې نړۍ ته د خدمتونو ورکولو توان به وموندل شي. ښاغلي يانګ چانګ فنګ وويل (اواز)

داسي کلي ټکي ډېر مهم دی چې لومړی د بې دو د مصنوعي سپوږمکيو په وسيله د لارښوونې سيستم په مرکزي وي، دويم د هوا، ځمکې، تر اوبو لاندې د سيمو او د اباديو په دننه کې د لارښوونې سيستم د کارولو بشپړ سيستم جوړ شي چې د پخوا په پرتله به لا زياتې اسانتياوې ولري او اغيزمن به وي. د چين د پي ان تي هراړخيز سيستم به جوړ شي چې د ځايونو د تثبيت، د لارښوونې او د وخت د ټاکنې په برخه کې يو کلی تخنيک دی، د هېواد د امنيت ساتلو او د اقتصادي اړتياوو د پوره کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي او ټولې نړۍ ته به لا ښه خدمتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای