CRI Online

ائتلافي ځواکونو له يمن څخه نورو هېوادونو ته غځېدلې ټولې لارې وتړلې څو چې د حوثي وسله والو ته د ايران لخوا د وسلو د انتقال مخه ونيسي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-06 17:29:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو د نومبر په پنځمه نېټه خبر ورکړ چې له همدې ورځې څخه به د يمن د حوثي وسله والو ته د ايران لخوا د توغنديو په شمول د وسلو د انتقال د مخنيوي لپاره له يمن څخه نورو هېوادونو ته غځېدلې ټولې ځمکنۍ، سمندري او هوايي لارې وتړل شي.

د سعودي دولتي اژانس د دغو ځواکونو د يوې اعلاميې په قول خبر ورکړ چې پوځي کارپوهانو د حوثي وسله والو لخوا د دغه هېواد د پلازمينې پر نړيوال هوايي ميدان باندې د توغول شوي توغندي د ټوټو څيړنه کړې ده او له پايلې څخه يې څرګندېږي چې دغه توغندی په ايران کې توليد شوی دی. دغه راز، هغه توغندی چې د جولای په ۲۷مه نېټه پر مکې باندې توغول شوی و، هم په ايران کې توليد شوی و.

په دغه اعلاميه کې د يمن عامو وګړيو، مرستندويه کارکوونکو او ډيپلوماتانو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې جنګي سيمو او د حوثي وسله والو د راغونډېدو سيمو ته ولاړ نه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای