CRI Online

پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-07 09:04:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په شپږمه نېټه په يوه راپور کې ويلي چې په دې وروستيو ورځو کې يې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.د پاکستان په دننه کې ترهګريز بريدونه تر زياتې اندازې پورې کم شوی او امنيتي وضعيت په پر له پسې توګه ښه شوی دی.

د دې راپور له مخې په ٢٠١٥ کال کې د پاکستان د دولتي عملي پلان له پلي کېدو راهيسې د نهو زرو تنو په ګډون د ترهګرۍضدځواک جوړ شوی او تر اوسه پورې دوه زره يو سل اووېشت تنه ترهګر وژل شوي او پنځه زره اته سوه څلور اتيا نور ترهګر نيول شوي دي.سربېره پردې د پاکستان حکومت د الکترونيکي او چاپي خبري رسنيو کنترول پياوړی کړی او ډېرې له ترهګرۍ سره تړاو لرونکې ويبپاڼې او مجلې يې بندې کړې دي .

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای