د چين نړيوالې راډيو خبر له مخې د نړۍ هوا پېژندونکی سازمان د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د اقليمي حالت په هکله اعلاميه کې ويلي چې ٢٠١٧ کال ښايي د ريکارډ د جوړېدو راپدېخوا له دريو تر ټولو تودو کلونو څخه يو کال وي.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د ٢٠١٧ کال له جنوری څخه تر سپتمبر پورې په نړۍ کې منځنۍ تودوخه د صنعتي کېدو د مخکني زمانې په پرتله يو اعشاريه يو سنټيګريد لوړه شوې ده . د ريکارډ له مخې ٢٠١٦ کال تر اوسه پورې تر ټولو تود کال و.د نړۍ هوا پېژندونکی سازمان لوړ پوړي ساينس پوه عمر بادورپه همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې دغه معلومات وړاندې کړل.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |