CRI Online

ايران هغه خبر رد کړی چې پر رياض د يمن حوثي وسله والو له خوا توغول شوی توغندی يې برابر کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-11-07 09:45:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په شپږمه نېټه ايران هغه خبر رد کړی چې پر رياض د يمن حوثي وسله والو له خوا توغول شوی توغندی يې برابر کړی دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بحرام قاسمي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې دغه خبر زيانمن، غير مسئولانه او بې بنسټه دی .هغه پر دې ټينګار وکړ چې پر سعودي عربستان د يمن د حوثي وسله والو له خوا د توغندی توغول يوه خپلواکه پېښه ده او له نورو هېوادونو سره تړاو نه لري.

هغه زياته کړه چې شونتيا نه شته چې ايران د يمن حوثي وسله والو ته  توغندي ور کړي.د دې ترڅنګ هغه له سعودي عربستان څخه غوښتنه وکړه چې پر نورو هېوادونو بې بنسټه نيوکې بندې کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای